د جنورۍ په ۲۶مه په حقیقت کې څه پېښ شول؟

Warga Pertama Australia mengadakan perarakan sempena Hari Australia

د جنورۍ په ۲۶مه په حقیقت کې څه پېښ شول؟ Credit: Darrian Traynor/Getty Images

د جنورۍ ۲۶مه چې داسټرالیا د ملي ورځې په نوم پېژندل کېږي، په ټوله اسټرالیا کې د عمومي رخصتۍ په توګه لمانځل کېږي؛ خو د دې ورځې تاریخ ډېر پېچلی دی .دا ورځ د اسټرالیا په تاریخ کې له تر ټولو ډېر بحث‌پارونکو نېټو څخه ده. که څه هم ډېری وخت د هېواد د منځته راتګ د ورځې په نوم یادېږي، خو دا نه د مستعمرې د رسمي بنسټ اېښودنې ورځ ده او نه هم د مشترکې ټولنې (Commonwealth) د جوړېدو ورځ. دا نېټه د داسې یو پېچلي تاریخ استازیتوب کوي چې د استعمار، سیاسي پرېکړو او د لومړنیو ملتونو د دوامدار مقاومت تر اغېز لاندې جوړ شوی دی. د دې ورځې تر شا د رښتیني تاریخ پوهېدل روښانه کوي چې ولې دا ورځ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته بېلابېل احساسات او معناوې لري.


د ځینو لپاره دا هغه نېټه ده چې د لومړۍ بېړۍ کاروان په ۱۷۸۸ کال کې د اسټرالیا سېډني ته ورسېد. خو د ډېرو نورو لپاره په ځانګړي ډول د لومړنیو ملتونو د خلکو لپاره دا د ستر تاوان، ګډوډۍ او مقاومت د پیل نښه ګڼل کېږي.

ډېر اسټرالیایان لا هم داسې انګیري چې د انګریزانو لومړۍ بېړۍ کاروان د ۱۷۸۸ کال د جنورۍ په ۲۶مه په سېډني کوو کې کوز شوی و؛ خو حقیقت دا دی چې هغوی تر دې مخکې، د جنورۍ په ۱۸مه بوټاني خلیج ته رسېدلي وو.

د نن په راپور کې به تاسو د جنورۍ ۲۶مې تر شا تاریخ وپېژنئ، او پدې به پوی شی چې ولې دا ورځ په استرالیا کې عمومي رخصتي وي، او ولې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلک دا ورځ په بېلابېلو ډولونو لمانځی او مني یې.

د نن په راپور کې تاسو د تاریخ یوه سفر ته روان یاست، چې لارښود یې جان–پاول جانکي (John-Paul Janke)

د اس بی اس د ملي بومي چارو مدیر او په NITV کې د (The Point) د خپرونې ګډ کوربه هم دی.

نوموړی څېړي چې د جنورۍ ۲۶مه څنګه د «استرالیا ورځې» په توګه په رسمي ډول وټاکل شوه، او ولې د دې ورځې مانا تر اوسه هم بدلېږي او په ټول هېواد کې بحثونه راپاروي.

نو، دا هر څه له کومه او څنګه پیل شول؟

د جنورۍ ۲۶مې تاریخ اوږد، پېچلی او له ژورو احساساتو ډک دی. دا نېټه د ځینو لپاره د لمانځنې نښه ده، خو د لومړنیو ملتونو د ډېرو خلکو لپاره د غم، اعتراض او د ژوندي پاتې کېدو استازیتوب کوي.

په ټول هېواد کې چې دا بحثونه لا هم روان دي، د دې نېټې تر شا د تاریخ پوهېدل د ریښتیا ویلو پر لور د یوه مهم مخ په پراخېدو هڅو مهمه برخه بلل کېږي.

د اسټرالیا پیژندنې دا برخه د NITV په همکارۍ چمتو شوې ده. د جان–پاول جانکي غږیزه برخه له هغه ویډیويي تشریحي راپور څخه اخیستل شوې چې NITV جوړ کړی دی.

مهرباني وکړئ بشپړ مالومات په راپور کې واوری.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now