د افغانستان حالت کړکيچن دی او داسې بريښي چې ياد هيواد کې چټک بدلون لپاره نه طالبان او نه هم نړيواله ټولنه چمتو وه.
افغانستان کې د طالبانو واکمني او بيا وروستيو پيښو وروسته د نړيوال بيلابيل غبرګونونه د افغانستان راتلونکی لا له نا معلوم حالت سره مخ کړی.
پداسې حال کې چې د افغانستان ډير شمير نفوس فقر کرښې لاندې ژوند کوي، د حکومت نشتوالی، اقتصادي کړنې په ټپه دريدل او د بهرنيو مرستو او هم د افغانستان پخواني حکومت شتمني کنګل کيدل هر څه ډير پيچلي کړي.
اقتصاد پوه او څيړونکی محب اقبال چې نړيوال بانک سره د افغانستان پراختيايي پروژو برخه کې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوي له اس بي اس پښتو سره خبرو پر مهال وويل، طالبانو ته د راتلونکي ټول شموله حکومت جوړول او د هيواد اقتصاد بيړې سر ژغورل تر ټولو سترې ننګونې بريښي.
ښاغلی اقبال وايي، د افغانستان راتلونکي حکومت لپاره نړيوال ملاتړ ډير اړين دی.
اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کې ښاغلي اقبال پر ډيرو نورو مسايلو هم رڼا اچولې چې دا ټول پدې بشپړې مرکه کې اوريدلی شئ.

Source: Supplied