آيا پوهيږئ پاکستاني طالبان سولې لپاره کوم شرايط وړاندې کړي؟

Tehrik-i-Taliban Pakistan flag

Source: wikipedia

د پاکستان حکومت او طالبانو ترمينځ د سولې خبرې روانې دي او دا مهال لسګونه پاکستاني چارواکي او قومي مشران له پاکستاني طالبانو سره سولې خبرو لپاره افغانستان ته راغلي. پداسې حال کې چې د سولې خبرو لپاره اوربند هم پر ځای دی، پاکستاني طالبانو او حکومت دواړو يو بل ته د خبرو سخت شرايط وړاندې کړي.


پاکستاني طالبانو د افغان حکومت په منځګړیتوب له خبرو وروسته د پاکستان له حکومت سره د اوربند اعلان وکړ.

 

پاکستاني طالبانو ویلي چې د کابل په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی او اوربند تر نا معلومې مودې پورې غځول شوی.

 

د AFP خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان یوه حکومتي چارواکي ویلي، خبرې اترې په مثبت لوري روانې دي.TTP له کلونو راهیسې د پاکستان له پوځ سره جګړه کوي او غواړي افغانستان سره په فرضي پوله د پاکستان په سیمو کې د شرعي قانون پلي کړي.

 

دغه غرنۍ سیمه له ډېرې مودې راهیسې د وسله والو د فعالیت مرکز بلل کېږي او دا ډله له افغان طالبانو سره نږدې خو مبهمې اړیکي لري.

 

تحريک طالبان پاکستان يا TTP له پاکستان حکومت څخه د قبايلو سيمو څخه د پوځ ويستل، بنديانو خوشې کول، شرعي قانون پلي کول، قبايلو سيمې له خيبر پښتونخوا څخه بيرته بيلول, امنيتي چاري مليشو ته سپارل، طالبانو د ته تګ راتګ ازادي، او جګړې قربانيو ته تاوان ورکول شامل دي.

 

بله خوا د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان څخه غوښتي چې بايد د پاکستان اساسي قانون ومني، د تحريک طالبان پاکستان ټله بشپړه له مينځه وړل، ټول پاکستان کې اوربند، وسله ايښودل او عادي ژوند وګړو په څير ژوند کول شامل دي.

 

بله خوا د قبايلو ځيني مشران بيا وايي، چې له تحريک طالبان پاکستان سره خبرې په يادو سيمو کې جګړې دوام ته لمن وهل دي او بله خوا په جرګه کې د قبايلو مشرانو په نوم ګډونوال اصل کې د قبايلو استازيتوب نه کوي.

 

تاسو ته پدې مسلې بشپړ رپوټ لرو چې د سپيکر تڼۍ کليکاږلو سره اوريدلی شئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now