د انزاک ورځ لمانځل له هغه وروسته پيل شول چې د لومړۍ نړيوالې جګړې دوران کې د اسټراليا او نيوزيليند ځواکونو د ترکيې په Gallipoli سيمه کې جګړه وکړه او زرګونو پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
سره لدې چې دا جګړه اسټراليا، نيوزليند او نورو متحدينو ځواکونو وبايلله ولې په اسټراليا کې د پوځيانو ميړانه او قرباني ستايل کيږي.
اسټراليا کې هر کال د اپريل د مياشت په ۲۵ نيټه د انزاک ورځ له يو لړ مراسمو سره لمانځل کيږي چې پکې د ټولو هغو نظامي او ملکي کسانو قربانيو يادونه کيږي چې د اسټراليا جګړو کې يې برخه اخيستي وي.
اسټراليا د افغانستان جګړه کې ښکيلتيا له امله ګڼ شمير افغان ژباړونکي هم درلودل چې دا مهال سلګونه ژباړونکي او د پوځ کارکوونکي اسټراليا کې ميشت شوي.
يو افغان ژباړونکی لياقت خان چې د انزاک په ورځ مراسمو کې هر کال برخه اخلي وايي، ژباړونکو هم په افغانستان جګړه کې قرباني ورکړې او د هغوی بايد يادونه وشي.
ښاغلي خان له نورو ژباړونکو هم غواړي ترڅو خپلو سيمو کې په ورته مراسمو کې ګډون وکړي او د ژباړونکو حقونو لپاره مبارزه وکړي.
لنډه تاريخچه
د انزاک ورځ په آسټرالیا او نیوزیلینډ کې د یادونې ملي ورځ ده چې په پراخه کچه د ټولو آسټرالیا او نیوزیلینډیانو یادونه کوي "چا چې په ټولو جګړو ، شخړو او سوله ساتو عملیاتو کې خدمت کړی وي او يا مړه شوي وي.
د انزاک ورځ په اصل کې د استرالیا او نیوزیلینډ د ګډ پوځ (ANZAC) غړو ته د درناوي لپاره جوړه شوې وه چې د ګالیپولي په لومړۍ نړیواله جګړه کې ۱۹۱۸-۱۹۱۴ ښکيل ول.
په ۱۹۱۵ کې، د اسټرالیا او نیوزیلینډ سرتیرو دې لپاره چې د متحدينو تور سمندر ته لار پيدا کړي د ترکيې د ګالیپولي ټاپووزمې د نیولو لپاره هڅه وکړه او ياده سيمه کې درنه جګړه رامينځته شوه، اسټراليا او متحدينو موخه یې د عثماني امپراتورۍ پلازمینه قسطنطنیه نیول وه، چې د جګړې پر مهال د جرمني متحد و.
د ANZAC ځواک د اپریل په ۲۵ ګیلیپولي ته ورسید او د عثماني اردو لخوا له سخت مقاومت سره مخ شو. جګړه اتو مياشتو لپاره دوام وروسته دواړو خواوې د درنو تلفاتو او سختو ستونزو سره مخ شوي وو.
ياده جګړه کې ۵۶،۰۰۰ څخه ډیر کسان ووژل شوې چې پکې ۸،۷۰۹ اسټراليايي او ۲۷۲۱ نيوزيلند ځواکونه شامل ول.
پخوا دا ورځ يوازې د Gallipoli جګړې قربانيانو په ياد کې لمانځل کيده ولې په تيرو ۱۰۰ کلونو کې د يادې ورځې لمانځلو بڼه يو څه بدله شوې.
بشپړ رپوټ واورئ.



