د ډيسمبر مياشت په لسمه نيټه په ټوله نړۍ کې د بشر حقونو نړيواله ورځ لمانځل کيږي.
ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ کال بشر حقونو ورځ شعار "ځوانان د بشر حقونو ته راپورته کيږي" ټاکلی.
ملګري ملتونه وايي، اوس وخت کې ځوانان کولی شي چې د بشر حقونو مدافعين اوسي او هم دا توان لري ترڅو ښې رهبرې سره ټولنه کې عدالت تامين کړي.
د بشر حقونو نړيواله ورځ د پاکستان پيښور ښار کې هم ولمانځل شوه.
پاکستان هم يو له هغو هيوادو څخه دی په کوم کې چې له بشر حقونو څخه ډيرې سرغړونې کيږي.
ځيني پښتانه ځوانان خوزښتونه رامينځته کړي کوم چې ادعا کوي د پاکستان حکومت د هغوی پر وړاندې توپيري چلند کوي او هم د زرګونو پښتنو لادرکه کيدو ادعا کوي.
د پاکستان حکومت بيا ځيني ادعاوې ردوي او وايي چې ځيني خوزښتونو شاته د بهرنيو هيوادو لاس دی.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدی د بشر حقونو نړيوالې ورځې لمانځغونډې کې برخه اخيستې او ځيني مرکې يې کړي چې تاسې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.
د بشر حقونو نړيواله ورځ چې د ډيسيمبر





