Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

آيا اسلام د بدن غړو هديه کولو جواز ورکوي؟

Donate Life

انسانان چې کله ژوندي وي او يا مړه کيږي نو هغوی خپل د بدن غړي نورو انسانانو ته ورکولی شي.


خپور شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


انسانان چې کله ژوندي وي او يا مړه کيږي نو هغوی خپل د بدن غړي نورو انسانانو ته ورکولی شي.


يو انسان خپل بدن غړو هديه او يا نورو ته ورکولو سره د ۱۰ څخه ډيرو نورو انسانانو ژوند ژغورلی شي.

اسټراليا او د نړۍ ځينو نورو هيوادونو کې د بدن غړو هديه يا نورو اړمنو کسانو ته ورکول يو معمول کار دی او يوازې ځان راجسټر کولو سره تاسې د نورو ژوند ژغورلی شئ.

ملبورن ښار کې د افغانانو اسلامي مرکز مشر او د عمر فاروق جومات خطيب ډاکټر افتخار احمد وايي، اسلام کې په ژوندانه او يا هم مړينې وروسته د بدن غړو بل ته ورکول جواز لري.

ډاکټر افتخار احمد وايي، پر يادې مسلې ډير کتابونه ليکل شوي او هم عالمانو نظرونه ورکړي ولې ډيري نظرونه دا عمل تاييدوي.

د بدن غړو هديه او يا نورو ته ورکول په ژوندانه او هم مړينې وروسته امکان لري، که اسټراليا کې خپل بدن غړي بل کس ته ورکول غواړئ نو پدې ويبپاڼه کې ځان راجسټر کړئ.

د يو مسلمان په توګه د خپل بدن غړي بل انسان ته هديه کولو او يا ورکولو تر شا ځيني شرايط شتون لري چې دا ټول ديني عالمم ښاغلی ډاکټر افتخار احمد په مرکه کې څرګند کړي.

بشپړه مرکه دلته واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now