د امريکا ولسمشريزو ټاکنو پايلو ته د نړۍ ډير هيوادونه په تمه وي ترڅو د ولسمشر ټاکل کيدو سره هيوادونه يې اغيزې پر خپل ځان وګوري.
د امريکا تيرو ولسمشريزو ټاکنو کمپاين دوران کې هيڅ يو نوماند د افغانستان پر مسلې بحث ندی کړی ځکه د ځينو په وينا افغان جګړه پيچلې ده او کيدای شي دې مسلې د نوماندانو پر کمپاين منفي اغيز شيندلی وای.
د ټرمپ ادارې پاليسي هغه برخې چې د افغان جګړې، له طالبانو سره د امريکا سولې هوکړه لاسليک کول، د بين الافغاني سولې خبرو پيل او د امريکايي ځواکونو د روان کال تر پايه وتل هغه څه دي چې افغان حکومت په ګډون افغان جګړه کې ښکيلو متحدينو له مخالفتونو سره مخ وې.
د جوبايډن راتګ سره د امريکا بهرني سياست کې که څه هم ډير بدلون نه راځي ولې داسې هم نده چې جو بايډن د ټرمپ بهرنۍ پاليسي بشپړ ډول سره پلي کړي.
داسې بريښې چې جو بايډن د امريکا داخلي مسايلو حل کولو وروسته بهرني سياست ته کتنه وکړي او داسې هم اټکل کيږي چې د افغان سولې خبرو بڼه بدله او هر څه نظم او پايلو ترلاسه کولو له مخه پر مخ يوسي.
د افغانستان د پارلمان پخوانی وکيل، ديپلومات او سياسي چارو کار پوه معين مرستيال په وينا، جو بايډن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ښې اړيکې لري او دا به د افغانستان پر روان حالت او سولې خبرو اغيز وشيندي.
ښاغلی مرستيال وايي، جو بايډن به له افغانستان سره د ټرمپ ادارې خړپړې اړيکې سمې او د روان حالت او يا پاليسۍ بنه بدله کړي.
دا چې افغان جګړه د نړۍ هيوادونو مداخلې له امله ډيره پيچلې ده ښاغلی مرستيال وايي، افغانستان جګړه، د امريکا، طالبانو او افغان حکومت په لاس کې نده بلکې د سيمې او نړۍ هيوادونه هم ياده جګړه کې ښکيل دي او همدې لپاره د سولې خبرې ډيرې مثبتې نه بريښې.
د جو بايډن ټاکل کيدل او د هغه اغيزې پر سيمې هيوادونو ته مو کتنه کړه، نور معلومات مرکه کې واورئ.




