هر هغه څوک چې د آسټرالیا تابعیت لري او نوم یې د ټاکنو په لېست کې شامل وي، د منصفه پلاوي د غړي په توګه انتخاب کیدی شي. که چېرې تاسو ته بلنه درکړل شي نو څه پېښېږي او د منصفه پلاوي رول څه دی؟ په دې اړه لا ډېر معلومات په دغه رپوټ کې اورېډلی شئ.
منصفه پلاوی د آسټرالیا د حقوقي سیسټم یوه اړینه برخه ده. دا د آسټرالیا د تابعیت لرونکي شخص په توګه ستاسو دنده ده ترڅو د بلنې پرمهال د منصفه پلاوي په توګه خدمت وکړئ او که چېرې څوک غوښتنه رد کړي، ممکن جریمه شي.
د منصفه پلاوي خدمات د ټولنې غړو ته اجازه ورکوي چې د عدالت په پلي کولو کې فعاله ونډه واخلي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات دلته په رپوټ کې واورئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله ویب پاڼې لیدنه وکړئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




