که چېرې ستاسو د ویزې تاریخ تېر شي نو څه باید وکړئ؟

Settlement guide

Image representational only Source: Victor Freitas/Pexels

هر کال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په میلیونونو اوسېدونکي آسټرالیا ته د مختلفو موخو لپاره سفرونه ترسره کوي. له بهر څخه اسټراليا ته راغلي کسان د اسټراليايي ويزو برخه کې له ځينو ستونزو سره مخ کيږي چې پدې رپوټ کي مو دا ټول اړخونه تاسو ته راخيستي.


اسټراليا ته راغلو مهاجرو کې یو شمېر داسې کسان هم شتون لري چې د خپلو ویزو د غوښتلیک پر مهال درواغ وايي او یا هم آسټرالیا ته له راتګ وروسته د خپل ویزو له شرایطو سرغړونه کوي چې له همدې امله د دوي ویزې لغوه کېږي.

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت لخوا خپرې شوې شمېرې ښايي،  د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په مالي کال کې د شاوخوا ۵۷ زره کسانو وېزې د بېلابېلو دلیلونو له امله لغوه شوي وې.

که چېرې د یو کس وېزه آسټرالیا ته له راتګ وروسته لغوه شي او یا یې هم د ویزې تاریخ تېر شي نو دقانون پر اساس غیر قانوني کسان باید ساتنځایونو ته واستول شي او له هېواده بهر وه شړل شي.

۲۵ کلن ایټالیایی نجار چې په دغه رپوټ کې د جیاکومو نوم ورته کاروول کېږي. لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال کې آسټرالیا ته د کار پر لنډمهاله وېزه راغلی وه چې تر هغه وروسته یې د زده کړو ویزه ترلاسه کړې او په آسټرالیا کې پاتې شوی.

د وخت په تېرېدلو او د پانسر له موندلو سره یې پرېکړه کړې ترڅو د کار یوې بلې لنډمهاله ویزې ته خپل غوښتنلیک وسپاري چې د ۴۸۲ په نوم یادېږي.

نوموړی وايي چې د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې یې د سپانسر شپ ویزې ته غوښتنلیک سپارلی او بیا د بریجنګ اې ویزه یې ترلاسه کړې. مګر د کووېډ-۱۹ له راتګ وروسته یې په مې میاشت کې خپل کار له لاسه ورکړی.

نوموړی زیاتوي چې د کار له لاسه ورکولو وروسته یې هېڅ بل سپانسر نه درلوده.

تاسو ته مو يادې موضوع په اړه بشپړ رپوت چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now