د جدي مراقبت څانګې (ICU) نوم ممکن تاسو په فلمونو، ډرامو او یا په رښتیني ژوند کې اورېدلی اوسي، مګر داسې ډېرې پوښتنې دي چې ممکن تاسو یې په ځواب پوه نشئ.
اس بي اس پښتو د جدي مراقبت څانګې (ICU) په اړه د معلوماتو لپاره د سیډني ښار د بلک ټاون روغتون له ډاکټر بشیر رحیمي سره مرکه ترسره کړې.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په مرکې کې واورئ.

په مرکې کې د لاندې پوښتنو ځوابونه اورېدلی شئ:
- د جدي مراقبت څانګه (ICU) څه شی ده او د کومو کسانو پاملرنه په دغې څانګې کې کېږي؟
- کله چې یو ناروغ په آی سي یو کې واوسېږي، څه پېښيږي هلته او ډاکټران څه کوي؟
- که چېرې یو ناروغ د جدي مراقبت څانګه (ICU) کې وي، څومره چانس یې شته چې بېرته ښه شي او کور ته ستون شي؟
- معمولاً د څومره وخت لپاره یو ناروغ په آی سي یو کې پاتې کېږي؟
- آیا د یوه ناروغ خپلوان او ملګري کولای شي آی سي یو ته دننه ورشي او له ناروغ سره وګوري؟
- د جدي مراقبت څانګه (ICU) د ایمرجنسي له څانګې سره څه توپیر لري؟
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





