اسټراليا دولت چې ډيره کې په اسټرا زينيکا واکسين تکيه دی په ځينو اسټراليايانو باندې د ياد واکسين کارونې وروسته د هغوی وينه لخته شوې او روغتون کې بستر شوي.
داسې ورته پيښې په ځينو اوروپايي هيوادونو کې هم موندل شوي او ياد واکسين يوازې ځانګړو عمر لرونکو کسانو ته کيږي.
د اسټراليا دولت هم اعلان وکړ چې اسټراليا زينيکا واکسين به يوازې هغو کسانو ته ورکوي د کومو عمرونه چې له ۵۰ ډير وي.
د اسټراليا سدني ښار کې ميشت ډاکټر رحمن شينواری هم خپل کلينيک کې ياد واکسين پر خلکو تطبيق کوي.
له ښاغلي سره مو د واکسين چارې او هم وينې لخته کيدو په اړه مرکه کړې، چې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.