Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

آيا آسټراليا کې جنسي ځورونو پر ډولونو پوهيږئ؟

Sexual harassment

د اسټراليا کاري چاپيريال کې جنسي ځورونه يو له هغو عمده ستونزو ګڼل کيږي چيرې چې کاري ادارې او هم حکومت هڅه کوي ترڅو د ياد عمل مخه ونيسي.


خپور شوی په

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د اسټراليا کاري چاپيريال کې جنسي ځورونه يو له هغو عمده ستونزو ګڼل کيږي چيرې چې کاري ادارې او هم حکومت هڅه کوي ترڅو د ياد عمل مخه ونيسي.


داچې اسټراليا ته له بيلابيلو هيوادونو څخه خلک راغلي او دلته استوګنه کوي نو مهمه ده ترڅو اسټراليا کې دننه د جنسي ځورونې پر قوانينو پوه شي، ځکه کيدای شي ځينو کلتورونو کې داسې عمل چې اسټراليا کې غير قانوني دی هلته قانوني اوسي.

اسټراليا کې جنسي ځورونه داسې ده، که چېرې کوم کس د بل کس پر وړاندې داسې يو عمل وکړي کوم چې جنسي بڼه ولري او له هغه عمل بل کس ځورول کيږي او يا پرې خپه کيږي نو داسې يو عمل ته جنسي ځورونه ويل کيږي.

پدې کې جنسي ټوکې، پرچا تبصره کول، د مينې په نامه له چا سره د ملاقات غوښتنه، د خلکو شخصي ژوند په اړه پوښتنې کول، جنسي خبرو ډک ايملونه او يا پيغامونه استول، جنسي عمل غوښتنه کول، لمس کول، مچو کول او هم فيزيکي اړيکه دا ټول شامله دي.

جنسي ځورونه کې له جنسي ټوکې نيولې تر جنسي جرم يا بريد دا ټول شامله دي.

تاسو ته پدې اړه يو رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now