افغانستان کې صنعت کاران د کار غوړيدو لامل د امنیت ټینګښت، انسان تښتونه او د ادارې فساد مخنیوی هغه لاملونه بولي چې د دوی په کارو بار يي مثبت تاثیرات درلودلي دي.
افغان صنعت کاران د طالبانو څخه په خوښي سره وایي؛ په تېرو دوو لسیزو کې جګړې، نا امني او د پانګوالو نه خوندیتوب هغه څه و چې پانګوال يي له هېواده تېښتې ته اړ کړي وو.
که څه هم تر دې مهاله دا ستونزې څه نا څه حل شوې دي خو د بانکي ستکور تړل کېدل بیا هغه ستونزه ده چې لاهم نه ده حل شوې.
یو شمېر هغه صنعت کاران چې دا مهال یي په کابل او نورو ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې له خپل کار څخه خوښ دي، خو په خبره يي لاهم ځیني ستونزه شته چې وخت ناوخت يي د کار پر وړاندې خنډ ګرځي.
د بصیر تره کي په نوم کابل کې د یوې تولیدي فابریکې مشر له اس بې اس راډیو سره په خبرو کې وویل، د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو په افغانستان کې د صنعت کارانو وضعیت په ښه لوري روان دی او له امنیتي اړخه کومه ستونزه نلري.
نوموړی د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل او پر بانکي ستکور بندیز د افغان صنعت کارانو پر وړاندې هغه ستونزه بولي چې له مخې یي دوی نه شي کولای له بهر څخه په اساني سره خام مواد وپېري او له خپلو ګاونډیو په تېره بیا له پاکستان او ایران سره سالم رقابت وکړي.
د کابل د صنایعو خونې مسوولین د حکومت له لوري دوی ته په ځینو مواردو کې د سهولتونو برابرول هغه څه بولي چې د دوی د کارو بار په غوړېدو یي مثبت تاثیر کړی دی.
د کابل د صنایعو خونې خوني مسوول ظریف ګل ځدران له طالبانو په هغو توکو چې په هېواد کې دننه تولیدیږي او له بهره هم هېواد ته را واردیږي د قاچاق مخنیوي او د ګمرګي تعرفو د وړلولو غوښتنه کړه تر څو په کور د ننه صنعت نور هم وغوړیږي.
پدې اړه لا بشپړ رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.




