د کويډ-۱۹ وبا چې ټوله نړۍ يې له ستر بحران سره مخ کړې ځيني هيوادونه بيا له سترو مړينو او هم مبتلا کيدو لوړ شمير سره مخ دي ولې بيا ځيني هيوادونو حالت کابو کړی او بيرته ټولنه نورمال حالت ته راګرځوي.
د اسټراليا روغتيا برخې چارواکي وايي، ياد هيواد کې يې د کويډ-۱۹ لوړه څوکه هواره کړې او اوسمهال د ګوتو په شمير اسټراليايان پر کرونا ويروس مبتلا کيږي او بله خوا ډير شمير مبتلا شوي کسان روغيږي.
اسټراليا کې ۶۹۷۰ کسان تر نن سهار پورې پر کويډ۱۹ اخته شوي ولې له اخته شوو کسانو څخه بيا ۶۲۳۰ روغ شوي او يوازې ۶۴۳ مثبتې پيښې شتون لري.
اسټراليا کې تر دې دمه ۹۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړې او ۱۷ کسان بيا د روغتيا عاجلې څانګې کې درملنې لاندې دي.
د اسټراليا لومړي وزير اعلان وکړ چې د اسټراليايانو نورماله ژوند ته راګرځيدل به دريو پړاونو کې ترسره شي او له ياد اعلان سره هم د اسټراليا ټولو ايالتونو سختو بنديزونو کې د نرمښت اعلان وکړ.
داچې اسټراليا ولې پر کويډ-۱۹ برلاسی شو او څه داسې يې وکړل چې حالت کابو شي، يادې موضوع لپاره مو د اسټراليا سيدني ښار کې ميشت او فعاله ډاکټر رحمن شينواري سره مرکه کړې.
ښاغلې د اسټراليا پر تدابيرو باندې رڼا اچولې او د راتلونکي احتمالي خطر په اړه يې هم نظر شريک کړی.
تاسې کولی شئ بشپړه مرکه دلته واورئ.