د مېشتېدنې لارښود: که چېرې ستاسو ویزه لغوه شي نو څه باید وکړئ؟

visa

Source: SBS

د اسټرالیا د کورنیو چارو وزارت هر کال په لسهاو زره زره وېزې د بېلابېلو دلیلونو له امله لغوه کوي


هر کال آسټرالیا ته په میلیونونو کسان د بېلابېلو موخو لپاره سفر کوي. د دغو کسانو په ډله کې یو شمېر داسې کسان هم شتون لري چې د خپلو ویزو د غوښتلیک پر مهال رواغ وايي او یا هم آسټرالیا ته له راتګ وروسته د خپلې ویزو له شرایطو سرغړونه کوي چې له همدې امله د دوي ویزې لغوه کېږي. د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په مالي کال کې د۵۷،۴۴۰ کسانو وېزې د بېلابېلو دلیلونو له امله لغوه شوي وې.

که چېرې د کووېډ - ۱۹ ناروغۍ پر مهال ستاسو ویزه لغوه شي نو تاسو ته پکار ده ترڅو ژر تر ژره قانوني مشوره ترلاسه کړئ ځکه د ویزې له لغوه کېدو وروسته ځینې وخت تاسو ته کم وخت درکول کېږي او که چېرې تاسو لاس پکار نشئ نو امکان لري ترڅو تاسو په جبري ډول له آسټرالیا څخه وشړي. 

مهرباني وکړئ، پدې اړه لا ډېر جزیات په راپور کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now