Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

آيا پوهيږئ که اسټراليا کې مړ شئ ستاسو د قبر او نور لګښتونه څومره دي؟

Catholics offer burial spaces to Muslims

كل ما تحتاج معرفته عن تأمين الحياة والجنازة في أستراليا Source: SBS Bangla

مرګ حق دی او يو انسان هر وخت له مرګ سره مخ کيدای شي ولې ډيره کې مونږ او تاسو لږ د همدې ناڅاپي حالت په اړه سوچ کوو.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


مرګ حق دی او يو انسان هر وخت له مرګ سره مخ کيدای شي ولې ډيره کې مونږ او تاسو لږ د همدې ناڅاپي حالت په اړه سوچ کوو.


په اسټراليا کې مرګ، د مړي خاورو ته سپارل او د فاتحې مراسم له هغو ځايونو سره توپير لري، له کومو چې مونږ دلته اسټراليا ته راغلي  يو.

که چېرې یو کس په اسټراليا کې مړ کېږي،  نو د نوموړي کس د کورنۍ غړي او يا دوستان بايد پر ځينو مسايلو پوه شي ترڅو هغه سخت وخت کې د ځينو لږښتونو او نورو تړلو مسايلو له وجې حيرانتيا غوره نه کړي.

دا خبره کېدای شي، د ډېرو نویو راغلو کسانو لپاره په زړه پورې وي چې په اسټراليا کې د يوه قبر د ځمکې قيمت لس زرو ډالرو ته رسېږي او يو قبر څلور منزلو پورې کېندل کېږي او په هر يو منزل کې يې يو مړی ښخ کېږي.

د اسټراليا هر يو ښار کې د افغانانو ټولنې، ډيره کې د مړي سمبالښت او ورسره تړلي مسايل مخ ته وړي. يادو ټولنو له ځينو هديرو سره قراردادونه لاسلیک کړي او د مسلمانانو په ځانګړو هديرو کې مړي خاورو ته سپارل کېږي.

Bodies of those killed in the double mosque shooting at Al Noor and the Linwood Islamic Centre to be buried at the Memorial Park Cemetery, Christchurch
Bodies of those killed in the double mosque shooting at Al Noor and the Linwood Islamic Centre to be buried at the Memorial Park Cemetery, Christchurch Source: SNPA

د اسټراليا په وېکټوريا ايالت کې د افغان اسلامي مرکز او عمر فاروق جومات د کمېټې مشر ښاغلي پاچا نوري،  له اس بي اس پښتو راډیو سره په مرکې کې ویلي، که چېرې په اسټراليا کې افغانان مړه کېږي نو د افغانانو ټولنې لخوا د هغوی د مړي د سمبالښت چارې د نورو ټولنو په پرتله په ډېر ښه ډول سره ترسره کېږي.

Pacha Noori, is the president of AICOM Group
پاچا نوري، د افغان اسلامي مرکز او عمر فاروق جومات کميټې مشر Source: Supplied

کله چې یو کس په اسټراليا کې مړ شي نو د نوموړي جسد  له مړینه وروسته دلته اسټراليا کې خاورو ته سپارل  کېږي او يا د مړي جسد خپل اصلي کور ته له اسټراليا څخه بهر ليږل کېږي.

 اس بي اس‌ پښتو راډیو ، په وېکټوريا ايالت کې د افغان اسلامي مرکز او عمر فاروق جومات د کميټې له مشر ښاغلي پاچا نوري سره  د مړو د سمبالښت او ورسره  تړلو مسایلو په اړه په جزیاتو خبرې کړي. تاسو کولای شئ، لا ډېر معلومات په مرکې کې واورئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now