له يوې نوې جوړې شوې ډيجيټال " افغانستان خپرندويه شبکه يا ABN" سره ترسره شوې مرکه کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له ځينو هغو مسايلو پرده پورته کړې چې لدې وړاندې نه وو ويل شوي.
د طالبانو د واکمنۍ يو کال بشپړيدو سره د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه مخامخ مرکه کې د ځینو مسلو په اړه خپل نظر څرګند کړی.
ښاغلي خپل مرکې دوران کې ځان د افغانستان ولسمشر ياد کړ ځکه د نوموړي په وينا يو بل چا ته واک سپارلو پرته نوموړی اوس هم د افغانستان ولسمشر دی.
ښاغلي غني خپل مرکه کې پر خپل حکومت پخواني اجرايه رئيس عبدالله عبدالله هم سختې نيوکې وکړې او نومړی يې د پخواني حکومت ړنګيدو يو لوی لامل ياد کړ.
د حامد کرزې او د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد باندې هم سختې نيوکې وکړې.
په اسټراليا کې ميشت تاريخ پوه او سياسي چارو شنونکي ډاکټر نور احمد خالدي د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني مرکه څيړلې او مهمو برخو باندې يې رڼا اچولې.
بشپړه مرکه واورئ



