د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د یواځنۍ ټېسټ لوبې ماتې لاملونه څه ول؟

354064550_739442754852459_7369718674678996111_n.jpg

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې په یواځنۍ تېسټ لوبه کې په ستر توپیر ماتې وخوړه دې ماتې د افغان لوبډلې د غوراوي د څرنګوالي او د لوبغاړو د کارکردګۍ په اړه د کرېکټ مینوالو سره ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي.


د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ټېسټ لوبه چې د جون په ۱۴مه نېټه پېل شوې وه، د راونې اوونۍ د شنبې په ورځ په درې واړو لوبو کې د بنګله دېش په قاطع بریا پای ته ورسېده.

په دغه سیالۍ کې د بنګله دېش لوبډلې په دوو پاڼیو کې افغان لوبډلې ته ۶۶۲ منډو هدف ورکړ، چې په ځواب کې يې افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۴۶ او په دوهمه هغه کې په ۱۱۵ مڼډو وسوځېده، چې په دې سره بنګله دېش لوبډلې دغه لوبه د ۵۴۶ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې ټېسټ لوبه شوې وه چې هغه افغان لوبډلې ګټلې وه.

خو وروستۍ لوبه چې افغانستان په ډیر لوی توپیر سره بایلوده داسې ماته وه چې بنګله دېش ښايې د خپل کرېکټ په تاریخ کې کومې بلې لوبډلې ته نه وي ورکړې.

که څه هم د افغانستان کرېکټ بورد وايي چې د ملي لوبډلې سخته ماته به له بنګله دېش سره په را راونو لوبو کې د افغان لوبډلې روحیه کمزوري نه کړي خو دې ماتې د کرېکټ مینوال غوسه کړي او د افغان لوبډلې د غوراوي د څرنګوالي او د لوبغاړو د کارکردګۍ په اړه يې ورسره ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي.

د کرېکټ برخې یو شمېر مبصرین د بنګله دېش پر وړاندې وروستۍ ماتې ته په کتو وايي، چې افغان ملي لوبډلې په بېلابېلو برخو کې ستونزې درلودلې چې له امله يې ماتې سره مخ شوه.

تاسو ته د ګڼ شمير افغانانو او کريکټ پوهانو غږونه په رپوټ کې لرو چې دا ټول په بشپړ رپوټ کې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now