د قبايلو عثمان شينواري د اسټراليا په بيګ باش کريکټ ليګ کې لوبيدو ارمان پوره شو

Usman Shinwari of Melbourne Renegades bowling during the Big Bash League (BBL)

Usman Shinwari of Melbourne Renegades bowling during the Big Bash League (BBL) match Source: AAP

پښتون عثمان شينواری د پاکستان په قبايلي سيمې لنډيکوتل کې زيږديلی او دا مهال د اسټراليا بيګ باش ليګ کې ملبورن رينيګيډ لوبډلې ته لوبيږي. عثمان شينواری د پاکستان ملي لوبډلې لوبغاړی دی او ډير لږ وخت کې يې تيز توپ اچولو سره نړيوال شهرت خپل کړی. ښاغلي له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کړې او لومړي ځل لپاره په يو بهرني کريکټ ليګ کې لوبيدو په اړه يې خپله تجربه شريکه کړې. له هغه وروسته چې عثمان شينواري د جنوری په لومړۍ نيټه بيګ باش ليګ کې خپل تر ټولو تيز توب واچوه او دده ښه توپ اچونې وشو کولی چې ملبورن رينيګيډ له بريزبن هيټ څخه لوبه وګټي، د ښاغلي په اړه اسټراليا کې بحثونه پيل شول. ښاغلي له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې وويل چې اسټراليا کې به يوازې ۷ لوبې ترسره کوي او وروسته به بيرته د پاکستان ملي لوبډلې سره يوځای کيږي ترڅو جنوبي افريقا خلاف شل اوريزو لوبو کې برخه واخلي. له اس بي اس پښتو خپرونې سره د ښاغلي عثمان شينواري بشپړه مرکه دلته واورئ.



شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now