د سکاټ موريسن سياسي سفر ته مو کتنه کړې او دا پداسې حال کې کوو چې فدرالي ټاکنو ته هم د ګوتو په شمير ورځې پاتې دي.
سکاټ موريسن چې ۵۰ کاله عمر لرې تير کال پداسې حال کې د اسټراليا لومړی وزير شو چې د خپل ګوند غړي او پخواني لومړي وزير مالکوم ټرنبل سره په ګوند کې دننه اختلافات دومره حد ته ورسيدل چې په ګوند کې دننه ځينو غړو کودتا وکړه او د وخت لومړی وزير يې له واکه لرې او سکاټ موريسن لومړی وزير شو.
کله چې د اسټراليا پخوانۍ لومړی وزير مالکوم ټرنبل لرې کيده نو هغه وخت کې د لومړي وزير څوکۍ لپاره دوه کسانو يو سکاټ موريسن او بل پيټر ډټون له يو بل سره مخ شول چې بيا په ګوند کې دننه ډيرو سکاټ موريسن ته رای ورکړه او لومړۍ وزير يې کړ.
پيټر ډټون چې د اسټراليا کورنيو چارو وزارت دنده يې پر مخ وړله له يادې ماتې وروسته يې خپله استعفا وړاندې کړه چې بيا سکاټ موريسن د هغه استعفا رد او ښاغلی يې پر خپلې دندې وګوماره.
رپوټ واورئ او سکاټ موريسن وپيژنئ.