د روغتيا نړيواله اداره يا ډبليو ايچ او نړۍ هيوادونو ته خبرداری ورکوي چې له وخت څخه مخکې دې کرونا ويروس ته ماتې ورکول نه لمانځي ځکه اوس حالت يو ځل بيا خرابی لور ته روان دی.
امريکا توانيدلې چې تر اوس له ۱۰۰ ميليونو ډير وګړي واکسين کړي بله خوا ځينو هيوادونو کې بيا د واکسين لړۍ لا پيل شوې نده.
برازيل کې د کرونا ويرس نوې بڼې له پخوانيو څخه ۱۵۰ سلنه ډيرې وژونکې او ساري دي او هره ورځ له ۴۰۰۰ ډير خلک مړه کيږي چې په هغو کې ځوانان هم شامله دي.
د روغتيا نړيواله اداره وايي، دا مهال د نړۍ هيوادونه له ګډوډتيا سره مخ دي.
ځيني کرونا ويروس ته ماتې څخه خوښ او ځيني نور بيا ورسره لاس او ګريوان دي. حقيقت دادی چې د کرونا ويروس ختميدو يا لرې کيدو لپاره لا ډير وخت ته اړتيا ده او هيوادونه بايد دا درک کړي.
د کرونا ويروس پر وړاندې د خلکو بې پروايي دې ته زمينه برابروي ترڅو دا ويروس خپل شکل او يا بڼه بدله کړي او په ډيرې خطرناک ويروس بدل شي لکه څنګه چې په ځينو هيوادونو کې همداسې وژونکې بڼې رامينځته شوي.
تاسو ته مو د نړۍ حالت او د روغتيا نړيوالې ادارې تازه دريځ راخيستې چې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.