د هغه پښتون ميړانې کيسه کوم چې انګليسانو لخوا يې د کلي کورونو باندې چاپو وروسته د يو لوړ پوړي انګليس افسر لور وتښتوله.
په کال ۱۹۲۳ کې چې کله انګليسانو پر لوی هند حکومت کاوه نو د قبايلو سيمو پښتنو تل له انګليس پوځيانو سره پر جګړو بوخت ول.
کله چې انګليسانو په خيبر دره کې د پښتنو ځينو کورونو باندې چاپې واچولی او دا کار د پښتونولی خلاف يو عمل وه، نو د قبايلو يو ځوان عجب خان افريدي غچ اخيستلو لپاره داسې يو کار وکړ کوم چې نه يوازې هغه وخت هند کې بلکې د نړۍ د نامتو ورځپاڼو خبر سر ټکي جوړ کړل.
عجب خان د يوې جنګي ډلې مشري پر غاړه لرله او په کال ۱۹۲۳ کې يې د يو انګليس افسر چې د پاکستان په کوهاټ سيمه کې يې استوګنه کوله لور وتښتوله. ياد کار يې د څو ملګرو په مرسته ترسره کړ او تښتونې وخت کې د مولي ايليس مور ووژل شوه او مولي تيرا سيمې ته راوړل شوه.
د انګليس افسر ځوانه لور مولي له تښتونې څو اونۍ وروسته د قبايلو له تيرا سيمې څخه خوشې او انګلستان ته وليږدول شوه.

سره لدې چې عجب خان مولي ايليس تښتولې وه او مور يې وژل شوې وه ولې بله خوا تښتول شوې مولي عجب خان لپاره د نفرت پر ځای په زړه کې بې حده مينه پيدا شوه او غوښتل يې له عجب خان سره بيا وګوري او ورسره واده وکړي.
د عجب خان افريدي زوی حاجي دين محمد له اس بي اس پښتو خپرونې سره ځانګړې مرکه کړې او خپل د پلار پر ميړانې او کيسو يې رڼا اچولې چې تاسې دا ټول پدې مرکه کې اوريدلی شئ.





