پيښور کې د محمد يوسف خان (دليپ کمار) کور څخه فرهنګي مرکز جوړيږي

AAN [IND 1952] aka Savage Princess DILIP KUMAR Date: 1952

AAN [IND 1952] aka Savage Princess DILIP KUMAR Date: 1952 Source: AAP Image/Mary Evans Picture Library

د هند سينما وتلی ستوری يوسف خان چې هند کې په دليپ کمار مشوره وه د ۹۸ کلنی په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې. پيښور کې د دليپ کمار هغه کور څخه چې نوموړی پکې زيږيدلی د يو فرهنګي مرکز جوړولو هڅه کيږي.


د هند سينما وتلی ستوری يوسف خان ( دليپ کمار) د ورپيښې ناروغۍ له امله په ۹۸ کاله عمر وفات شو.

دليپ کمار نه يوازې هند کې بلکې په نړۍ ډير شمير هيوادونو کې ميليونونه مينه وال لرل.

د دليپ کمار د ۱۹۲۲ کال د دسمبر پر ۱۱ نيټه د پېښور قصه خوانۍ کې زېږېدلی او په ۱۹۳۰ کې يې کورنۍ ممبۍ ته ګډه شوې وه.

د هندي فلمي نړۍ د پخواني وتلي ستوري دلیپ کمار کور د پېښور په مشهور او تاریخي بازار قصه خوانۍ کې په خدایداد کوڅه کې دی.

سره لدې چې په ۲۰۱۳ کې سيمه ييز حکومت د دلیپ کمار کور ملي ملکیت بللی و او ياد کور يې فرهنګي مرکز باندې بدلولو پلان درلود ولې تر اوسه ډير کلونه تري شول او دا کار ندی ترسره شوی.

د خيبر پښتونخوا د لرغونو اثارو ادارې له اړوند بنسټونو غوښتي چې د باليوډ د وتلو او تاریخ جوړوونکو فلمي ستورو دلیپ کمار او راج کپور کورونه دې دولتي میراث کې شامل کړای شي.
دليپ کمار له پاچا خان سره ليدو حال کې
Source: Wikipedia
د دليپ کمار زيږيدو سيمې اوسيدونکو او هم پښتونخوا چارواکو زمونږ همکار اسلام ګل افريدي سره خبرې کړي چې دا ټول په تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.



شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service