صاحب شاه صابر څوک وه؟

Prof. Sahib Shah Saber

Prof. Sahib Shah Saber Source: YouTube

د مرحوم صاحب شاه صابر شعرونه به مو د کرن خان او سردار علي ټکر سندرو کې ډير اوريدلي وي.


د پښتو ژبې ليکوال او استاد مرحوم صاحب شاه صابر چې پښتو ژبې ته  يې ډير خدمت کړی په کال ۱۹۵۶ کې د خيبر پښتونخوا په ملاکنډ سيمې کې زيږيدلی.

مرحوم صاحب شاه په ادبياتو کې PhD کړې وه او هم يې درې ماسټرايانې په پښتو او اوردو ژبو کې اوهم په سياسي علومو کې ترلاسه کړې وې.

مرحوم صاحب شاه پښتو ژبې ته بې ساری خدمت کړی او په پښتو ژبه يې کتابونه هم ليکلي.

د نومړي شعرونه د پاکستان وتلو سندرغاړو د سندرو له لارې خپاره کړي او د پښتو نامتو سندرغاړي کرن خان هم د مرحوم صاحب شاه له شعري ټولګې څخه د سندرو يو البوم جوړ او خپور کړی.

مرحوم صاحب شاه په کال ۲۰۰۷ کې لدې نړۍ سترګې پټې کړې ولې لا تر اوسه يې د شعرونو مينه وال او نور ليکوالان د هغه تلين لمانځي.

پرون د پاکستان په پيښور ښار کې د مرحوم صاحب شاه صابر تلين د ليکوالانو او سندرغاړو په حضور کې ولمانځل شوه.

Sahib Shah Saber death anniversary
Sahib Shah Saber death anniversary Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

زمونږ همکار اسلام ګل افريدی يادې غونډې کې ګډون کړی او يو رپوټ يې چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.

 

 

 

 

 

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now