اسټراليا هوايي ډګر کې له پاکستان څخه راغلي پښتون ويزه لغوه او بيرته پاکستان ته واستول شو

Australian Border Force

Australian Border Force Source: Australian Border Force

پاکستان څخه راغلي يو پښتون ته اسټراليا کې له پناه ورکولو ډډه وشوه.


د نوو شميرو له مخه په تيرو پينځو کلونو کې شاوخوا ۹۰،۰۰۰ کسان اسټراليا ته هوا له لارې راتګ وروسته د پناه غوښتنه کړې.

د اسټراليا مهاجرت ادارې د يادو کسانو په اړه لا ډير معلومات ندي شريک کړي ولې دا يې ويلي چې ډير شمير له همدو کسانو څخه بيرته له اسټراليا څخه شړل شوي او د زرګونو نورو پناه غوښتنو کيسونه طی مراحل کې دي.

يو پښتون چې له پاکستان څخه اسټراليا ته د پناه غوښتنې لپاره راغلی وه د اسټراليا پيرت هوايي ډګر کې د مهاجرت ادارې چارواکو لخوا ودرول شو او له پوښتنو وروسته نوموړی بيرته پاکستان ته واستول شو.

طفيل حسين له اسټراليا څخه بيرته پاکستان ته په لار وه چې له واټس اپ له لارې يې خپله کيسه له اس بي اس پښتو خپرونې سره شريکه کړه.

د طفيل په وينا، نوموړی د پښتون ژغورنې غورځنګ يو له ملاتړو او غړو څخه دی او دده ژوند ته پاکستان کې خطر وه نه ځکه يې غوښتل اسټراليا کې پناه واخلي.

د ښاغلي طفيل په وينا، اسټراليايي چارواکو ورته وويل، چې له ده سره ويزه په هسپانيوي پاسپورټ لګول شوی او ورسره اسناد جعلي دي.

د ښاغلي طفيل په وينا، نوموړي ته پاکستان کې د يو اجنټ ويزه اخيستې وه او د ويزې څرنګوالی ورته معلوم نه وه.
Tufail Hussain
Source: Supplied
نوموړی وايي، پاکستاني او هم دبۍ کې چارواکو دده په ويزه کې کومه ستونزه پيدا نه کړه او همدا وجه وه چې نوموړی تر اسټراليا ورسيد.

اسټراليايي چارواکي ډيره کې نوو راغلو مهاجرو ته چې د پناه غوښتنه کوي حقوقي خدمتونه ورکوي او په هوايي ډګر کې ترې پوښتنې ګرويګنې کيږي.

که چيرې اسټراليايي حکومت لپاره د راغلي مسافر ځوابونه د قناعت وړ نه وي نو ډيري وخت بيا همدا مسافر بيرته خپلو هيوادو ته ليږل کيږي.

طفيل وايي، نوموړی دا مني چې دده ويزه کې به ستونزه وه، ولې ده د پناه غوښتنه وکړه او دا غوښتنه يې بايد منل شوې وای.

بله خوا اسټراليايي مهاجرت ادارې چارواکي دا قانوني حق لري ترڅو د کسټم يا مهاجرت څانګې څخه د يو مسافر له تيريدو څخه مخکې هغه ودروي او که چيرې د پناه غوښتنه هم وکړي له مرکې وروسته د هغه پناه رد کړي.

که چيرې کوم کس د اسټراليا هوايي ډګرونو کسټم يا مهاجرت څانګې څخه تير او د اسټراليا خاورې ته داخل شي بيا هغه حق لري ترڅو دپناه غوښتنه وکړي او هم که چيرې يې د پناه غوښتنه رد شي نو محاکمو ته مخه کولی شي.

د طفيل حسين ټوله کيسه چې د واټس اپ لخوا له مونږ سره شريکه شوې دلته يې اوريدلی شئ.

 

 

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service