Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې له کويډ-۱۹ راتلو سره نورو ترڅنګ افغان کورنيو کې هم تاوتريخوالی ډير شوی

Family Violence

On average a woman in Australia dies every nine days at the hands of their current or former partner. Source: AAP

د کويډ-۱۹ له امله اسټراليا کې کورني تاوتريخوالی ډير شوی او ياد ډيروالی افغانو کورنيو کې هم ليدل کيږي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د کويډ-۱۹ له امله اسټراليا کې کورني تاوتريخوالی ډير شوی او ياد ډيروالی افغانو کورنيو کې هم ليدل کيږي.


کرونا ويروس وبا نورو ټولنيزو ستونزو ترڅنګ يې پر کورني اړيکو هم خپلې اغيزې شيندلي، يو خوا خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړي او بله خوا د ډيرو خلکو کورونو کې بند پاتې کيدو له امله کورني تاوتريخوالي کې ډيروالی راوستی.

اسټراليا کې يوازې تيره مياشت په هغو کورني تاوتريخوالي پيښو کې ۱۰ سلنه ډيروالی راغلی کوم کې چې د عاجلې مداخلې او يا مرستې غوښتنه شوې.

اسټراليا کې سړي او ښځې دواړه کورني تاوتريخوالي برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

بله خوا سيدني ښار کې ميشت وکيل او حقوقي چارو کارپوه ډاکټر نظير داور په وينا يوازې دده دفتر ته کورني تاوتريخوالو مراجعينو کې ۳۰ سلنه ډيروالی راغلی.

د ښاغلي داور په وينا، شته بنديزونه، اقتصادي فشارونه، حکومتي پيسو ته لاسرسي کې ستونزې او نور داسې عوامل دي چې کورني تاوتريخوالي کې يې ډيروالی راوستی.

د اسټراليا حکومت تيره مياشت اعلان وکړ چې پر کورني تاوتريخوالي څانګې سره ۳۲۸ ميليونه ډالر مرسته کوي.

ولې سوال دا پيدا کيږي چې ايا دا مرستې زمونږ د ټولنې کورنيو پورې رسيږي او يا کورنۍ له حکومتي مرستو څخه خبر دي؟

سيدني ښار کې ميشت وکيل ښاغلی داور وايي، زمونږ تجربې څخه معلومه شوې چې ډيري کورنۍ له حکومتي خدمتونو او يا مرستو څخه بې خبره دي.

Lawyer Dr Nazir Dawaar
Source: Supplied

اسټراليا کې ميشت له ځينو نورو هيوادو څخه راغلي مهاجر او کډوال هم له کورني تاوتريخوالي سره مخ کيږي ولې حکومتي مرستو او يا پوهاوې کمپاينو ترڅنګ د يادو هيوادو د خلکو جوړې شوې ټولنې هم ياده برخه کې رغنده رول لوبوي او ډيره کې له قربانيانو سره پوهاوي او يا مرستې برخه کې همکاري کوي.

د ښاغلي داور په وينا،اسټراليا کې افغانې ټولنې کولی شي يادې برخې کې رغنده رول ولوبوي ولې له بده مرغه دا ټولنې يادې مسلې ته ډير پام نه کوي.

له ښاغلي ډاکټر نظير داور سره بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now