Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

پاکستاني شنوونکي: ګلبدين حکمتيار پاکستان کې د سولې پر ځای د جګړې خبرې وکړې

Gulbuddin Hekmatyar meeting Pakistan FM S. Mahmood Quraishi

پاکستاني شنوونکو د ګلبدين حکمتيار پاکستان ته سفر دوران کې د نوموړي څرګندونې د سولې روانو خبرو پر وړاندې ناسمې بولې.


خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


پاکستاني شنوونکو د ګلبدين حکمتيار پاکستان ته سفر دوران کې د نوموړي څرګندونې د سولې روانو خبرو پر وړاندې ناسمې بولې.


پاکستان کې سياسي چارو شنوونکي د ګلبدين حکمتيار سفر ته ډيره کې منفي اړخه کتلې او پاکستان کې د نوموړي څرګندونې يې د سولې خبرو پر وړاندې يو ستر خنډ بللی.

جمعه خان يو پاکستانی ليکوال دی چې پر افغانستان يې يو شمير کتابونه ليکلي، ښاغلي له اس بي اس سره خبرو دوران کې وويل، حکمتيار ته پاکستان ځکه بلنه ورکړې وه چې نوموړی له پاکستان سره پخوانۍ اريکې لري.

ښاغلی وايي د حکمتيار دريځ افغانستان کې ځای ندی موندلی او حتی زوی يې هم دده دريځ خلاف نظر لري.

پاکستان ته د افغان دولت چارواکو رسمي سفرونو وروسته حکمتيار ته رسمي بلنه ورکړل شوه او نوموړي ياد هيواد کې د پاکستان سياسي مشرانو ترڅنګ سياسي ګوندونو او مدني ټولنو سره هم ليده کاته وکړل.

پاکستان ته سفر دوران کې د ګلبدين حکمتيار څرګندونو د ډيرو افغانانو تند غبرګونونه راوپارول ځکه نوموړي افغان حکومت د جګړې پلوي وباله او هند او ايران يې د افغانستان داخلي مسايلو کې پر لاس وهنې تورن کړل.

تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې د حکمتيار له ۳ سلنې لږو رايو ترلاسه کولو ته په اشاره د پيښور پوهنتون استاد ډاکټر حسين شهيد وايي، پاکستان کې د حکمتيار داسې څرګندونې يوازې دې لپاره وشوې چې حکمتيار افغانستان کې بيرته خپل ارزښت ترلاسه کړي.

د نوموړي په وينا د حکمتيار څرګندونې ډيره کې د سولې روانو خبرو باندې منفي اغيز شيندي ځکه نوموړي دا هم ويلي چې له طالبانو سره په اړيکه کې دی او د هغوی له ادرسه سولې خبرو کې برخه اخلي.

د شنوونکو په وينا، حکمتيار پاکستان کې د سولې پر ځای ډيرې خبرې د جګړې وکړې.

جمعه خان وايي، حکمتيار او نور جهادي مشران دا وايي چې د پخوا تجربه نه تکراروي ولې بيا افغانستان کې د موقت حکومت غوښتونکي دي چې همدا تجربه يې په کال ۱۹۹۲ کې افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب خلاف هم کارولې وه.

پاکستان ته د ګلبدين حکمتيار سفر ته مو د ياد هيواد سياسي شنوونکو له نظره کتنه کړې چې تاسې پدې اړه بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.

 

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now