Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

ولې افغانان سختيو سره بيا هم د پاکستان ويزه ترلاسه کول غواړي؟

Durand Line - Torkham

د پاکستان او افغانستان ترمينځ د خلکو تګ راتګ ډير لږ شوی او دواړه لورې ته خلک له ګڼو ستونزو سره. مخ دي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د پاکستان او افغانستان ترمينځ د خلکو تګ راتګ ډير لږ شوی او دواړه لورې ته خلک له ګڼو ستونزو سره. مخ دي.


کرونا ويروس وبا د پاکستان او افغانستان ترمينځ د خلکو تګ راتګ ډير اغيزمن کړی او ګڼ شمير خلک له ستونزو سر ټکوي.

اوس هم زرګونه افغانان هره ورځ هڅه کوي ترڅو د پاکستان ويزه ترلاسه کړي او ياد هيواد ته سفر وکړي، ولې د ويزې ترلاسه کول اسان کار نه بريښي خلک په شپو او ورځو انتظار کوي ترڅو ويزه ترلاسه کړي.

افغانان ډيره کې روغتيا خدمتونو، سوداګري او يا خپلو دوستانو ليدو لپاره د پاکستان ويزه ترلاسه کول غواړي.

تيره مياشت جلال آباد کې د پاکستان ويزې ترلاسه کولو ګڼه ګوڼه کې ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ شمير نور ټپيان شول.

د افغانستان حکومت بيا د پاکستاني ويزې ويش ښه تنظيم کولو لپاره  د وېزو د وېش بهیر مسئولیت چارې د عامه محافظت رئیس جنرال خوشحال ستادات ته سپارلی

د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې هغو افغانانو ته به د پاکستان اوږدمهاله ويزې ورکړې لپاره لومړيتوب ورکوي کوم چې ناروغه، سوداګر او يا زده کوونکی وي.

پيښور کې زمونږ همکار اسلام ګل افريدي پاکستان ته تللي افغانانو سره د ويزې ترلاسه کولو او نورو ستونزو برخه کې مرکې کړي چې تاسې دا ټول پدې رپوټ کې اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now