پاکستان کې ميشت ځيني افغانان ولې افغانستان ته نه راځي؟
AFGHAN REFUGEES BY PUBLIC DOMAIN Source: AFGHAN REFUGEES BY PUBLIC DOMAIN
پدې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان اړيکو کې ډير خرابوالی تر سترګو کيږي او همدې سياسي نا کراری د پولې دواړه خواوو ته پراته ولسونو باندې خپلې اغيزې شيندلي.د پاکستان لخوا پر افغان کډوالو فشار پر خپل ځای دی او پاکستان خپل هيواد کې نا کرارۍ کې د ميشتو افغان کډوالو لاس لرل يادوي ولې بيا بله خوا افغانستان حکومت وايي چې افغانستان کې د جګړې اصلي لامل د پاکستان ترهه ګرو ته ځای او ملاتړ يې کول دي.همدا سياسي بې ثباتي په زرګونه افغان کډوال دې ته اړ کړل چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شي او دا لړۍ لا اوس هم روانه ده.پاکستان کې ميشت ځيني افغان کډوال بيا وايي چې دوی ځکه اوس افغانستان ته نه ستنيږي چې هلته ورته کار روزګار نشته او هم امنيتي مسايلو له وجې دوی خپلو اصلي کورونو ته نشي تللی.زمونږ همکار اسلام ګل افريدي پاکستان کې د افغان کډوالو مسلې ته کنته کړې او يو رپوټ يې چمتو کړی چې هغې د کډوالو څرګندونې هم شتون لري تاسې ياد رپوټ دلته اوريدلی شئ.
شریکول
