اسټراليا کې نوې شميرې ښايي چې دا مهال ډير شمير زده کوونکي له پوهنتونو څخه ځان اوباسي او زده کړې نه بشپړوي.د رپوټ له مخه د يادو زده کوونکو شمير ورځ ت بلې په ډيريدو دی.د رپوټونو له مخه له هرو دريو زده کوونکو څخه يو يې خپل اخيستل شوي مضامين يا ټاکل شوې رشته نه بشپړوي او په نيمه کې يې پريږدي.د اسټراليا فدرال حکومت تر کال ۲۰۲۶ پورې زده کوونکو ته تر ۱۱ ميلياردو ډالرو پور ورکوي چې ډيره کې بيا دا زده کوونکي اخيستل شوې پيسې بيرته نشي ورکولی. حکومت پر زده کوونکو غږ کوي چې خپل مضامين او د خوښې برخه يا ريشته دې له ښې څيړنې وروسته وټاکي او هم دې زده کړې نيمه کې نه پريږدي.يادې موضوع په اړه تاسو ته رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.
شریکول





