ولې د هوا بدلون اغيزې پر ښځو او نجونو ډيرې دی؟

Protesters are seen during a Climate School Strike protest at Kirribilli House in Sydney, March 25, 2022

El cambio climático aumentará la probabilidad de otra pandemia, advierten investigadores Source: AAP

مصر کې د هوا بدلون سره مبارزې لپاره د ۱۹۷ هيوادونو استازې راټول شول او پر ټولو هغو لارو بحث وشو چې څنګه نړۍ کې د هوا بدلون مسلې ته رسيدنه وشي او هوا له امله زيانونو مخنيوی وشي.


هوا بدلون مسله له هر وخت څخه ډير اوس د هيوادونو ملي مسله ګرځيدلې ځکه په ټوله نړۍ کې هوا بدلون له امله طبعي ناورينونه ليدل کيږي.

مصر چې د سږ کال د هوا بدلون په اړه د نړيوال کنفرانس کوربه وو د نړۍ ۱۹۷ هيوادونو استازو پدې کنفرانس کې برخه واخيستله او پر مهمو مسايلو خبرې وشوې.

پاکستان څخه د لومړي وزير شهباز شريف په ګډون ګڼ شمير چارواکو او موسسو استازو ګډون وکړ.

زينب قيصر خيبر پښتونخوا کې د ملګرو ملتونو ښځو لپاره ادارې مشري کوي او نوموړی هم پدې کنفرانس کې برخه اخيستې وه.

اغلې زينګ قيصر له اس بي اس پښتو سره خبرو کې وويل، د هوا بدلون تر ټولو ډيرې اغيزې پر ښځو او نجونو دي او نوموړې دا مسله نړيوال کنفرانس کې هم مطرح کړې.

اغلې پاکستان او نورو ځايونو کې وروستيو طبعي پيښو ته په اشاره وويل، ښځې تر نورو ډيرې قرباني دي.

پداسې حال کې چې نړۍ کې د هوا ککړتيا ډيره کې شتمنو هيوادونو لخوا کيږي د سږ کال کنفرانس موخه دا هم وه چې يو خو د هوا ککړولو شاته هيوادونه بايد ککړتيا لږه کړي او بله خوا له نورو غريبو او ځپل شوو هيوادونو سره دې مالي مرسته وکړي ترڅو هغوی له طبعي ناورينو سره مبارزه وکړه.

اسلام ګل افريدي له اغلې زينب قيصر سره بشپړه مرکه کړې چې تاسې يې دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now