پاکستان چې د ډيرو افغان کډوالو کور دی پدې وروستيو کې د همدې کډوالو پر وړاندې د توپيري چلند پيښې ډيرې شوي او ځيني کډوال له چارواکو او ځايي خلکو څخه سر ټکوي.
پاکستان د نړۍ نورو هيوادونو په پرتله د ډير شمير افغان کډوال کور دی او په ياد هيواد کې له تيرو څلورو لسيزو راهيسې دواړه راجسټر او غير راجسټر افغان کډوال ميشت دي.
بله خوا د افغانستان د تير حکومت ړنګيدو وروسته ډير شمير افغان کډوالو يو ځل بيا پاکستان ته مخه کړې او لدې سره نوي تللي او هم پخواني ميشت کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ شوي.
افغانستان کې سياسي کړکيچ او بيا د افغانستان مسايلو کې د پاکستان مداخله د دواړو هيوادونو وګړو ترمينځ د کرکې باعث شوي.
پاکستان کراچۍ ښار کې ميشت د افغان کډوالو استازی ظاهر پشتون وايي، د پاکستان او افغانستان کريکټ لوبډلو په اسيا او هم نړيوال جام کې مخامخ کيدو وروسته د افغان کډوالو او ځايي پاکستانيانو ترمينځ اخ او ډب پيښو وروسته د کډوالو پر وړاندې توپيري چلند ډير شوی.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له ښاغلي ظاهر پشتون سره بشپړه مرکه کړې چې دلته يې اوريدلی شئ.



