په تېرو ۵۰ کلونو کې په استرالیا کې څوک ندي اعدام شوي

Death Penalty

Source: The Independent News

د نړۍ ۶۰ سلنه خلک په داسې هېوادونو کې ژوند کوي چې د اعدام حکم په کې عملي کېږي.


استرالیا ته د اروپایانو تر راتګ وروسته د اعدام سزا د دغه هېواد د جزا د قانون برخه وګرځېده او تر هغه وروسته به د حکم له صادرېدو وروسته مجرمین اعدامیدل. د اعدام حکم په استرالیا کې د شاوخوا ۳۵۰ کلونو لپاره عملي کېده خو په ۱۹۲۲ کال کې د کوینزلنډ حکومت د اعدام سزا د جزا له قانون څخه وویستله او تر هغې وروسته د استرالیا په نورو ایالتونو کې هم د وخت په تېرېدلو سره د اعدام سزا منع وګرځول شوه.

تر ۱۹۸۵ کال پورې د استرالیا په ټولو ایالتونو کې د اعدام سزا منع ګرځول شوې خو د استرالیا فدرال حکومت په ۲۰۱۰ کال کې داسې قانون تصویب کړ چې د هغه پر اساس به د استرالیا ایالتونه ونشي کولای تر څو د اعدام سزا یو ځل بیا د جزا قانون ته ور زیاته کړي.

په استرالیا کې د اعدام سزا د تاریخ په اړه لاډېر مالومات په راپور کې واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
په تېرو ۵۰ کلونو کې په استرالیا کې څوک ندي اعدام شوي | SBS Pashto