په آسټراليا کې امامان د روژې اعلان ولې څو ورځې وړاندې کوي؟

Bango la salamu za Ramadan

په آسټراليا کې امامان د روژې اعلان ولې څو ورځې وړاندې کوي؟ Source: iStockphoto

د آسټرالیا د امامانو شورا اعلان کړی چې راتلونکې سه شنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.


د آسټرالیا د امامانو شورا لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي‌ چې د روانې مارچ میاشتې ۱۲ نېټه (د سه شنبې ورځ) د روژې مبارکې میاشتې لومړی ورځ ده.

په اعلامیې کې راغلي چې د روژې میاشتې لومړۍ شپه او تراویح د دوشنبې په شپه (۱۱ مارچ) ترسره کېږي.

دغه پرېکړه د آسټرالیا د فتوا شورا د امامانو او د آسټرالیا د لوی مفتي ترمنځ له مشورو وروسته اعلان شوې ده.

د امامانو شورا په اعلامیې کې همدا راز راغلي چې د امامانو شورا غړي د هغو امامانو او عالمانو نظر ته احترام لري چې له دغې پرېکړې سره ممکن مختلف نظرونه ولري.

په اعلامیې کې له ټولو مسلمانانو غوښتنه شوې چې په دې مسئله کې "د مختلفو نظرونو درناوی وکړي او د اسلامي ټولنې د یووالي لپاره کار وکړي."

اس بي اس پښتو د همدغې موضوع په اړه له دیني عالم او د امامانو شورا له غړي، ډاکټر افتخار احمد سره مرکه ترسره کړې. مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په مرکې کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service