ولې د اسټرالیا د امامانو ملي شورا د روژې اعلان څو ورځې وړاندې کوي؟

PHOTO (1).png

Credit: Credit: Songyuth Unkong / EyeEm/Getty Images

د اسټرالیا د امامانو ملي شورا غړي ډاکټر افتخار احمد له اس بي اس پښتو سره په دې اړه معلومات شریک کړي دي چې ولې د اسټرالیا د امامانو ملي شورا د روژې او اختر اعلان څو ورځې مخکې کوي.


د اسټرالیا د امامانو ملي شورا (Australian National Imam Council) په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي‌ چې د فبرورۍ د میاشتې ۱۹مه نېټه(د پنجشنبې ورځ) په اسټرالیا کې د روژې مبارکې میاشتې لومړی ورځ ده.

دغه پرېکړه د اسټرالیا د فتوا شورا د غړو، عالمانو او د اسټرالیا د لوی مفتي ترمنځ له مشورو وروسته اعلان شوې ده.

په اعلامیې کې همدا راز راغلي چې د اسټرالیا د امامانو شورا او فتوا شورا د هغو امامانو او عالمانو نظر ته احترام لري چې له دغې پرېکړې سره ممکن مختلف نظرونه ولري.

د امامانو شورا له ټولو مسلمانانو غوښتنه کړې چې په دې مسئله کې "د مختلفو نظرونو درناوی وکړي او د اسلامي ټولنې د یووالي لپاره کار وکړي."

اس بي اس پښتو د همدغې موضوع په اړه له دیني عالم او د اسټرالیا د امامانو ملي شورا له غړي، ډاکټر افتخار احمد سره مرکه ترسره کړې. مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په مرکې کې واورئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now