مرحوم پوهاند استاد محمد حسن کاکړ ولې لويه ضايع ده؟
Wikipedia Source: Wikipedia
د افغانستان کابل پوهنتون پخوانی استاد تاریخ پوه او مشهور لیکوال پوهاند محمد حسن کاکړ ځانګړتيا په څه کې وه او ولې افغانستان او نړيوال شهرت يې درلود؟د پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ لیکلي او ژباړلي اثار زیات دي او معتبرې جایزې یې هم ګټلي دي.پوهاند کاکړ په لسګونو کلونو، په افغانستان کې او له افغانستان څخه بهر، په پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې، په تدریس او تحقیق بوخت و.ډاکټر کاکړ په فلسفې، تاريخ، سولې او جگړې گڼ اثار او څيړنيزې مقالې ليکلي او د افغانستان په اړه يې په گڼو ملي او نړيوالو سيمينارونو کې هم گډون کړی دی.د مرحوم کاکړ ځانګړتياوو او اثارو په اړه مو د اسټراليا سيدني ښار د يو پوهنتون استاد ډاکټر احسان اذري مرکه کړې او د يادې مرکې لومړۍ برخه دلته اوريدلی شئ.
شریکول


