ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی هغه پديده ده چې له پيړيو راپديخوا يې د له مينځه وړلو کوښښ کيږي.لومړي ځل لپاره د ښځو حقونو لمانځنه په کال ۱۹۰۹ کې وشوه او بيا له يو لوی ځنډ وروسته په کال ۱۹۷۵ کې ملګرو ملتونو ۸ د مارچ د ښځو نړيواله ورځ ونوموله.د ښځو نړيواله ورځ په ټوله نړۍ کې بيلابيلو غونډو سره لمانځل کيږي ولې سوال دا پيدا کيږي چې ايا دا غونډې به وشي کولی چې ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی لرې کړي.د پاکستان پيښور کې د ښځو حقونو فعاله شبينه اياز د يادې ورځې ارزښت او هم ګټو په اړه له اسلام ګل افريدي سره مرکه کړې چې تاسې ياده بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.
شریکول



