اسټراليا کې د پناه غوښتونکو او کډوالو موضوع تل تاوده او په اړه يې بيلابيل نظرونه ورکول کيږي.
تيرو نظر پوښتنو کې ډيري اسټراليايانو د پناه غوښتونکو پر وړاندې منفي نظر څرګند کړی، ولې اسټراليا کې ټول پناه غوښتونکو پر حکومت بوج او يا له ټولنې څخه جلا ندي بلکې ډيري له دوی څخه زيار کښ او ټولنې ته خدمت کوي.
اسټراليا ته راغلی افغان کډوال مجتبی بيات له نورو جلا کيسه لري.
مجتبی په کال ۲۰۱۲ کې کښتۍ له لارې اسټراليا ته راغلی او تر اوسه يې د اسټراليا دايمي ويزه نده اخيستې.
ښاغلي بيات چې کله د کډوالو له توقيف ځای څخه خوشې شو نو حکومتي پيسې ترلاسه کول ورته ننګ ښکاره شو او له حکومت څخه يې د کار کولو اجازه وغوښتله، له اجازې ترلاسه کولو وروسته يې ډير کار او زيار وويست او لنډ وخت کې د خپلې کمپنۍ مالک شو چې دا مهال يي کار ډير ښه روان دی.
ښاغلي بيات له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې وويل، "زما کمپنۍ کې اسټراليايان او نور لکه زما په شان پناه غوښتونکي کار کوي."
د کرونا ويروس وبا ټوله نړۍ کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، بيا دلته اسټراليا کې د ځينو نورو کسانو ترڅنګ پناه غوښتونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ښاغلي بيات د Host International موسسې د Project Humanity له لارې بې وزلو پناه غوښتونکو او نورو کسانو ته مرستې رسوي.
د ښاغلي بيات په وينا، نوموړی خپله پناه غوښتونکی دی او د نورو پناه غوښتونکو درد ښه احساسوي نو ځکه له څه مودې راهيسې د Host International موسسې له لارې چې يوه غير دولتي موسسه ده او د خلکو په مرسته جوړه او فعاليت کوي له بې وزلو پناه غوښتونکو سره مرسته کوي.

Source: Supplied
د ښاغلي مجتبی بيات د ژوند په زړه پورې کيسه او مرکه واورئ.