د ستر مبارز پاچا خان مقبره ولې پدې تيرو ديرشو کلونو کې جوړه نه شوه؟
lubpak.com Source: lubpak.com
ستر مبارز خان عبدالغفار خان چې په پاچا خان مشهوره دی د يو ستر مبارز او آزادی غوښتونکي په توګه خپل ژوند مخته وړی او سياسي ډګر کې د حق غوښتنې يو ستر مبارز تير شوی.خان عبدالغفار خان د ١٩٨٨ زېږديز کال د جنورۍ په ٢٠مه وفات شو او د وصيت له مخې په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو. باچا خان د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال وفات شوى . د پښتنو ستر مشر او ملي مبارز خان عبدالغفار خان د ملك بهرام خان زوى په قوم محمدزى، په ۱۸۹۰ زېږديز کال كې د پښتونخوا د هشنغر د اتمانزو په كلي كې زېږيدلى او په كال ۱۹۸٨ زېږديز كې د ۹۷ كلونو په عمر په پېښور كې وفات شو او شاوخوا ۲۹ كاله وړاندې يې مړى د ډاكټر نجيب الله د واكمنۍ پر مهال له پېښوره جلال اباد ته راوړل شو او د ننګرهار د استيناف محكمې تر څنګ په خپل باغ كې خاورو ته وسپارل شو.زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له اړوندو چارواکو سره خبرې کړي او د يادې مقبرې رغونې چارو پوښتنه يې کړې..دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې واورئ.
شریکول
