د کرونا ويروس وبا سره ټولنه کې بيلابيل نظرونه او ډير وخت ناسم معلومات خپريږي کوم چې د خلکو روغتيا له ستر خطر سره مخ کولی شي.
د پيښور روغتونو ډاکټران وايي، دا مهال ډير پښتانه روغتون ته درملنې ته نه ځي.
اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې ۶۵ کلن هستي ګل وايي، پر کرونا ويروس اخته کيدو وروسته د ځينو کسانو په وينا روغتون ته درملنې لپاره ندی تللی او بد روغتيايي حالت څخه تير شوی.
ټولنه کې خلکو هستي ګل ته ويلي، که روغتون ته لاړ شي نو قرنطين کيږي او يا يې روغتون کې وژني ځکه روغتون ته ندی تللی.
اس بي اس پښتو خپرونې سره داسې ډيرو خلکو ورته نظرونه څرګند کړي او روغتون ته درملنې لپاره ندي تللي.
د پيښور ښار روغتونو ډاکټران وايي، دا مهال خلک حتی د نورو ناروغيو درملنې لپاره هم روغتون ته مخه نه کوي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي پيښور کې له ځينو پر کرونا ويروس اخته کسانو سره خبري کړي او يو رپوت يې چمتو کړی.
تاسې بشپړ رپوټ دلته واورئ.