اسټراليا د نړۍ يو له سترو پرمختلونکو هيوادونو څخه دی او خلک اسټراليا د فرصتونو هيواد يادوي.
اسټراليايي ټولنه کې د نورو فرصتونو ترڅنګ يو يې په سياست کې برخه اخيستل دي ترڅو خلک وشي کولی سياست خپل مسلک کړي او لدې لارې خپل ټولنې ته خدمت وکړي.
اسټراليا کې د فدرالي، ايالتي او هم د شورا ګانو ټاکنې ترسره کيږي او د ځينو شميرو له مخه ډيري نوماندان ځوانان نه وي او دا هغه تشه ده چې ځيني ټولنې يې ډکول غواړي.
ګل اندامه خان يوه پښتنه ميرمن ده او اسټراليا کې ميشته ده، نوموړی يوه اداره جوړه کړې کوم چې اسټراليايي ځوانان هڅوي ترڅو ټاکنو کې برخه واخلي.
د يادې ادارې نوم Not Too Young To ده معنی يې سياست ته داخليدو لپاره ستاسو عمر مهم ندی يعنې ځوانان هم کولی شي سياستوال اوسي.
ياده اداره ټاکنو کې له ځوانو نوماندانو سره کار کوي او هغوی ته د ښه کمپاين کولو لارې ښايي.
د اوکتوبر مياشت په ۲۶ نيټه د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې د شورا ګانو ټاکنې ترسره کيږي او يادو ټاکنو ته لومړي ځل لپاره ډير شمير ځوانان چې په هغو کې پښتانه ځوانان هم شامله دي نوماندان دي.

Source: Supplied
ګل اندامه وايي، اسټراليا کې ډيري سياستوال له ۷۶ کلونو ډير عمر لري او هرو ټاکنو کې د ځوانانو شمير کم رنګه وي.
ګل اندامه ټولو اسټراليايي ځوانانو سره کار کوي او د هغوی کمپاينونه مخې ته وړي او هم نور هڅوي ترڅو سياست ډګر ته راشي.
اغلې له پښتنو ځوانانو هم غواړي ترڅو دې سياست کې فعاله ونډه واخلي او دا يو ښه فرصت دی ترڅو د نورو ترڅنګ پښتانه ځوانان هم ترې ګټه پورته کړي.
لا ډيرو معلوماتو لپاره د ګل اندامه خان مرکه واورئ.



