Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

افغانان د اسټراليا مهاجرت ادارې ته کوم جعلي اسناد ورکوي؟

Afghan Passports

د اسټراليا مهاجرت ادارې پدې ورستيو کې د ځينو افغانانو جعلي اسنادو لپاره د هغوی ويزې يا تابعيت طی مراحل ځنډولي. افغانان ولې او ډيره کې کوم جعلي اسناد د مهاجرت ادارې ته سپاري.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د اسټراليا مهاجرت ادارې پدې ورستيو کې د ځينو افغانانو جعلي اسنادو لپاره د هغوی ويزې يا تابعيت طی مراحل ځنډولي. افغانان ولې او ډيره کې کوم جعلي اسناد د مهاجرت ادارې ته سپاري.


د اسټراليا مهاجرت ادارې ته جعلي اسنادو سپارل ځينو کسانو لپاره ستر سر خوږی جوړيږي او د ځينو تابعيت او يا هم ويزو اخيستلو پروسه ځنډول کيږي.

د مهاجرت ادارې قانون له مخه يو پناه غوښتونکی اړ دی ترڅو يادې ادارې ته خپل ټول اصلي يا سم اسناد وسپاري او که يادې ادارې يا کومې بلې ادارې د ياد کس اسناد جعلي توب ثابت کړي بيا حکومت ددې واک لري چې د ياد کس ويزه او يا هم تابعيت تر پوښتنې لاندې راولي.

سيدني ښار کې ميشت وکيل او حقوقي چارو کار پوه ډاکټر نظير داور له اس بي اس پښتو خپرونې سره يادې مسلې لا روښانه کولو برخه کې مرکه کړې.

ښاغلی وايي، د اسټراليا حکومت په افغانستان او هم نورو ځايونو کې له ځايي ادارو سره نږدې اړيکې لري او کولی شي د يو پناه غوښتونکي يا مهاجر اسناد له ځايي ادارو له لارې وڅيړي.

Dr Nazir Dawaar
Source: Supplied

د ښاغلي داور په وينا ډيره کې افغانان جعلي تذکرې او هم د موټر چلولو لايسنس ادارو ته سپاري چې لدې سره دوی ته ډيرې ستونزې پيدا کيږي.

داچې د جعلي اسنادو پر وړاندې د اسټراليا مهاجرت ادارې قانون څه دی او که کوم کس جعلي اسنادو لرل ثابت شي کوم حقوقي صلاحيتونه لري، دې ټولو پوښتنو ځواب مو له ښاغلي داور څخه غوښتي چې پدې مرکه کي يې اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now