افغانستان کې کورنۍ ځينو ناسمو دودو له مخه خپل واړه ماشومان د نورو په نامه کوي چې هغو کې داسې ماشومان هم شامله وي کوم چې لا زيږيدلي نه وي.
یوشمیرافغانان وايي، په ماشومتوب کې د نجونوپه نامه کول ناوړې پايلې لري او کورنۍ باید له دا ډول کړنو لاس واخلي.
زياتره خلک ښوونه او روزنه د دې کار په مخنيوي کې ګټوره بولي.
یوشمیر حقوق پوهان وايي،د راتلوونکي ګډ ژوند په اړه د کورنۍ په خوښه پریکړه د هلک او نجلۍ د واده شرعي او قانوني حق په ښکاره ترپښو لاندې کیږي.
پدې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ.






