تيرو څو اونيو راهيسې د پاکستان سند ايالت کې د سنديانو او پښتنو ترمينځ شخړې ډيرې شوي او د ګڼو پښتنو کاروبارونو بندولو غوښتنه شوې.
د پاکستان سند ايالت کې د پښتنو او سنديانو ترمينځ د اخ ډب رپوټونه ورکړل شوي او خواله رسنيو کې د سنديانو لخوا د پښتنو دکانونو او کاروبارونو بندولو هڅې شوي.
دا شخړې د يو سندي وژل کيدو وروسته ډيرې شوي او د ځينو ځايي اوسيدونکو په وينا سياسي ګوندونو بيا لدې شخړې ناوړه ګټه پورته کړې او دواړو پښتنو او سنديانو ترمينځ يې ستونزې ډيرې کړي.
اسلام ګل افريدي يادې موضوع ته کتنه کړې او په اړه يې رپوټ لري چې دلته يې اوريدلی شئ.
شریکول




