د اسټراليا ۴۵۷ بهرنيو کاريګرو لپاره نامتو ويزه ولې له مينځه ولاړه؟
migrant job search AAP-1 Source: migrant job search AAP-1
د اسټراليا لومړي وزير اعلان وکړ چې د ۴۵۷ بهرنيو مهارت لرونکو لپاره اسټراليايي ويزه له مينځه ولاړه.لومړي وزير يادې پريکړې وخت کې وويل چې دا پريکړه يې ځکه وکړه ترڅو اسټراليايي کاريګرو ته لومړيتوب ورکړي.اسټراليا د نړۍ تر ټولو لوی څو کلتوريز هيواد دی او له ډيرو کلونو راپديخوا اسټراليايي حکومت ددې زمينه برابره کړې وه ترڅو له باهر څخه بهرني کاريګر اسټراليا ته راولي او له څه مودې وروسته همدا کاريګرو کولی شول چې د اسټراليا دايمي اوسيدونکي هم شي.ياد پروګرام لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۹۶ کې د John Howard حکومت لخوا رامينځته شوې وه او تر دې دمه د زرګونو په شمير هندي وګړي او ورپسي چنايي او انګليسان اسټراليا ته راغلي او ميشت شوي دي.حکومت وايي چې کاروبارونه دې ته اړ دي ترڅو اسټراليايي کاريګر ومومي او که چيرې دوی سمه موندنه ونه کړي نو نوم به يې افشا کوي او شرموي يې.اوس له باهر څخه دوو ويزو باندې کاريګر کولی شي اسټراليا ته راشي چې يو يې ۲ کلونو لپاره ده چې هغې ويزې سره څوک نشي کولی چې دايمې ويزه ترلاسه کړي او بل ۴ کلونو لپاره ويزه ده چې ډيرو سختو شرايطو له مخه لوړو مهارت لرونکو بهرنيو لپاره ورکول کيږي.اسټراليا کې ميشت حقوق په ډاکټر نظير داور سره مو مرکه کړې او ياډې موضوع په اړه لا نور جزيات واورئ.
شریکول
