افغان سولې خبرو ولې او چا وځنډولې؟
د افغانستان حکومت او طالبانو ترمينځ سولې خبرې چې په پام کې وه د جرګې له پريکړې څو وروځې وروسته پيل شي دادی تر اوسه خبرې ندي پيل شوي او دواړه خواووې پر يو بل د خبرو ځنډولو پړه اچوي.
طالب مشران وايي، د افغان حکومت لخوا بايد پاتې بنديان خوشې او بين الافغاني خبرې پيل شي بله خوا افغان حکومت وايي، طالب بنديانو تاوتريخوالي ته زور ورکولو سره د خبرو پر وړاندې خنډ جوړ کړی.
د امريکا بهرنيو چارو افغان سولې لپاره ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د افغان سولې خبرو پر وړاندې هيڅ خنډ نشته.
د افغانستان پارلمان پخوانۍ غړی، ديپلومات او سياسي چارو شنونکی ښاغلی معين مرستيال وايي، د طالبانو او افغان حکومت ترمينځ د خبرو له پيل څخه مخکې داسې ډير مسايل دي چې بايد حل شوي وای.

د ښاغلي مرستيال په وينا، د ولسمشر غني فرمان څخه وروسته د طالب بنديانو نه خوشې کول د حکومت نا سم مدريت ښايي ځکه د جرګې او ولسمشر غني فرمان وروسته د طالب بنديانو نه خوشې کول او ځينو بندينانو پر وړاندې انديښنې پيدا کيدل اصل کې افغان حکومت کې دننه ستونزې ښايي.
له ښاغلي معين مرستيال سره مو د سولې پروسې او شته خنډونو په اړه مرکه کړې چې تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.





