Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د پښتون ژغورنې غورځنګ خپل د لومړني مبارز مرګ تجربه کړ

Arman Lony

Arman Lony Source: fb Arman Lony

آيا د ارمان لوڼي وژنې وروسته به د ياد غورځنګ دريځ کې بدلون راشي؟


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


آيا د ارمان لوڼي وژنې وروسته به د ياد غورځنګ دريځ کې بدلون راشي؟


پاکستان کې د پښتون تحفظ مومينت يا پښتون ژغورنې غورځنګ د کور کميټې غړي ارمان لوڼي وژل کيدو وروسته د پاکستان په ګډون د نړۍ بيلابيلو هيوادو کې لاريونونه ترسره کيږي او يادې پيښې غندنه کيږي.

اسټراليا کې د ياد تحريک فعال فياض خان له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکې دوران کې وويل چې د پاکستان حکومت بيلابيلو پلمو باندې د ياد تحريک غړي ځوروي او يادو ځورونو يوې پيښې کې د ياد تحريک کور کميټې غړی ارمان لوڼي هم ووژل شو.

د فياض خان په وينا د پاکستان حکومت له پښتون تحفظ مومنت سره دوه مخی سياست مخې ته وړي يوه خوا ورسره خواخوږي کوي ولې بله خوا پرې تاوتريخوالی کوي.

د ارمان لوڼي وژنې وروسته آيا د پي ټي ايم تحريک کړنلارو کې به بدلون راشي؟

دا پوښتنه مو د ياد تحريک له فعال فياض خان څخه کړې او ددې معلوماتو ترڅنګ به نور ډيره څه مرکه کې واورئ.

بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now