Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د افغانستان سولې پروسې مهم اړخونه مو د سولې او اقتصاد نړيوال انستيتيوت له نظره څيړلي

Afghan Forces and Taliban

د افغانستان سولې پروسه د افغانانو او هم نړۍ ځينو نورو هيوادونو او موسسو لخوا له نږدې څارل کيږي، ولې د نړۍ يو معتبره اداره چې د سولې او اقتصاد انستيتيوت دی او هر کال د هيوادونو جګړې او اقتصاد برخو درجه بندي کوي د افغانستان سولې خبرو او راتلونکي په اړه بيلابيل اړخونه څيړي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د افغانستان سولې پروسه د افغانانو او هم نړۍ ځينو نورو هيوادونو او موسسو لخوا له نږدې څارل کيږي، ولې د نړۍ يو معتبره اداره چې د سولې او اقتصاد انستيتيوت دی او هر کال د هيوادونو جګړې او اقتصاد برخو درجه بندي کوي د افغانستان سولې خبرو او راتلونکي په اړه بيلابيل اړخونه څيړي.


د سولې او اقتصاد نړيوال انستيتيوت يا Institute for Economics and Peace  چې مرکزي دفتر يې د اسټراليا سيدني ښار کې دی او د نړۍ  له ۱۵۰ ډيرو هيوادونو سولې او اقتصاد برخې ته کتنه کوي هر کال د نړۍ په کچه د درجه بندي بيلابيل ليسټونه خپروي.

ياد انستيتيوت کې څيړونکی محب اقبال د افغانستان سولې پروسه له نږدې څاري او دا پروسه د نړۍ ځينو نورو هيوادونو کې ترسره شوو ورته هوکړو سره پرتله کوي.

اس بي اس پښتو خپرونې سره ښاغلي اقبال وويل،  افغان سولې خبرې ډيرې پيچلې دي او دواړه خواوو ته داسې خلک شته کوم چې د جګړې دوام غواړي او يو بل نه مني.

د ښاځلي اقبال په وينا، د سولې نړيوالې هوکړې چې په نورو هيوادونو کې ترسره شوي له نيمايي ډير يې په يو کال کې دننه بيرته ناکامې شوي.

Mohib Iqbal, Institute for Economics and Peace
Source: Supplied

د ښاغلي په وينا، د افغانستان سولې خبرو تر شا د امريکا او نورو نړيوالو فشارونو سره کيدای شي حقيقي سوله راشي.

امريکا ويلي، که چيرې افغان سولې خبرې مثبتو پايلو ته ونه رسيږي تر هغه امريکا له افغانستان څخه خپل ټول پوځيان نه وباسي.

ښاغلی اقبال وايي، طالبان نه غواړي جګړه په بشپړ ډول بنده کړي ځکه د طالبانو جوړښت داسې دی که چيرې جګړه ودرول شي نو ډير طالب جنګيالي بيا د طالبانو له لاسه وځي او د طالبانو نظم له مينځه ځي.

د سولې او اقتصاد نړيوالې موسسې څيړونکي محب اقبال سره مو د افغانستان سولې پروسه له ټولو اړخونو څيړلې او تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.

 

 

د ياډې موسسې د افغانستان سولې پروسي او راتلونکي په اړ

د افغانستان د سولې خبرې چې په هغې کې امريکا، طالبان او د افغانستان حکومت مخامخ ښکيل دي ډيرو خلک 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now