د طابانو يو ځل بيا پر افغانستان واکمنۍ دوه کاله تيريدو وروسته لا تر اوسه د نړۍ هيڅ هيواد دا نظام په رسميت ندی پيژندلی.
د طالبانو او نړيوالې ټولنې استازه په وار واور ناستې او خبرې کيږي ولې داسې بريښي چې ختيځ او لويديځه نړۍ له طالبانو سره اړيکې ساتل غواړه اما دا تر يو حده.

د ښاغلي خالدي په وينا، د طالبانو د حکومت جوړښټ او د قدرت نا څرګند واکداران هرڅه پيچلي کړي.
د نړۍ سياست او ګټې تل بدليدو حالت کې وي، نو سوال دا پيدا کيږي چې ايا طالبانو ته به د لوی قدرت لويديځ يا ختيځ بلاک چې پکې روسيه چين او ايران دی نږدې شي؟
ښاغلی خالدي بيا پدې اند دی چې طالبان کيدای شي له دواړو اړخونو سره اړيکې وپالي او د هغوی مرستې جذب کړي.
د افغانستان د سياسي مسلې حل بيا د خالدي صاحب په وينا، په روښانه فکره پښتنو پورې ډير تړاو لري ترڅو دوی د نظام سوچ او مفکورې بدلولو کې رول ولوبوي.
د افغانستان سياسي وضعيت او راتلونکي حالت په اړه مو له ليکوال، تاريخ پوه او سياسي چارو شنونکي ښاغلي نور احمد خالدي سره مرکه کړې چې لا ډير بشپړې مرکې کې واورئ.



