Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

SBS Examines: ولې دا اصطلاح نن ورځ د ځینو آسټرالیایانو لپاره په ویاړلي هویت بدله شوې ده؟

Untitled design.png

These Greek and Italian migrants share their experiences of Australia and their place within it. Credit: SBS Examines

د ووګ (wog) اصطلاح له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، هغو یوناني او ایټالوي مهاجرینو ته د سپکاوي په ډول کارېدله چې آسټرالیا ته راغلي وو. خو اوسني نسلونه دا کلمه یو ځل بیا کاروي او د دې له لارې یو نوی کلتوري هویت وړاندې کوي.


خپور شوی په

By Fernando Vives, Rachael Knowles

وړاندې کوونکی Somaya Shafiqi

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د ووګ (wog) اصطلاح له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، هغو یوناني او ایټالوي مهاجرینو ته د سپکاوي په ډول کارېدله چې آسټرالیا ته راغلي وو. خو اوسني نسلونه دا کلمه یو ځل بیا کاروي او د دې له لارې یو نوی کلتوري هویت وړاندې کوي.


د محتوا خبرداری: ګرانو اورېدونکو! له دې مخکې چې پوره راپور واورئ، باید یادونه وکړم چې پدې راپور کې داسې کلمې او عبارتونه کارول شوي چې کېدای شي د ځینو لپاره ځورونکي وي.

کله چې SBS په ۱۹۷۵ کال کې د دوو ټولنیزو راډیو سټېشنونو (۲EA په سیډني کې او ۳EA په ملبورن کې) په بڼه پیل وکړ، یوناني او ایټالوي ژبې هغه لومړی ژبې دي چې خپرونې یې پيل شوې. دې ژبو د هغو مهاجرو ټولنو استازیتوب کاوه چې له پخوا څخه په آسټرالیا کې مېشتې وې.

خو دا ټولنې د تبعیض سره مخامخ شوې، او خلکو به هغوی ته "وُوګز" (Wogs) ویل چې دا یوه توهین‌آمېزه نژادپاله کلمه ده چې معمولاً د مدیترانې د سیمې د خلکو په اړه کارول کېده، په ځانګړي ډول لکه ایټالویان او یونانیان.

اوس هم، ډېر خلک دا کلمه توهین ګڼي، خو په آسټرالیا کې ځینو مهاجرو دا کلمه بېرته خپله کړې ده، له دې کلیمې سره ځان معرفي کوي یا یې د مینې او ویاړ لپاره کاروي.

په دې راپور کې به دا وڅېړو چې د وُوګ (Wogs) کلمې مانا څنګه بدله شوې، او یوناني او ایټالوي مهاجرینو د آسټرالیا د ننني هویت په جوړېدو کې څه رول درلود.

د نورو مالوماتو لپاره دا راپور واورئ.

دا راپور د SBS د پنځوس کلنۍ کلیزه لمانځي، او له هغو کډوالو اورېدونکو څخه مننه کوي چې له لومړیو ورځو راهیسې د دې رسنۍ برخه وو، او د نننی آسټرالیا په جوړښت کې یې مهم رول لوبولی دی.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now